د پاکستان پوځ پرون پنجشنبه دا اعلان وکړ.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې په یوه اعلاميه کې راغلي چې د دوه اړخيزې امنيتي همکارۍ له مخې، سعودي عربستان ته دا ځواکونه به د روزنې او سلاکارۍ د ماموريت برخه وي.
اعلاميه وايي، ځواکونه به له سعودي عربستانه دباندې نه ګمارل کېږي.
دا اعلان وروسته له هغه دی چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سعودي عربستان له سفير نواف سید المالکي سره په راولپنډۍ ښار کې وکتل.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵میلادي کال کې د یمن د جګړې له پيل راهيسې، له پاکستانه د ځواکونو غوښتنه کوله او همغه کال د پاکستان پارلمان پرېکړه کړې وه چې پاکستان باید په دې مسئله کې بې پرې پاتې شي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په ۲۰۱۵میلادي کال کې په يمن کې مداخله پيل کړه.