د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په اباسین ځدراڼ مارکیټ کې اور لګیدلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال محبوب امیري هم رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.
نوموړي همدارنګه وویل، د اور وژنې کار کوونکي سیمې ته رسیدلې دي او ډېر ژر به اور لګېدنه کنټرول کړي.
اباسین ځدراڼ مارکیټ د کابل ښار په کوټې سنګي سېمه کې په یوې ګڼه ګونې سیمه کې موقیعت لري او د دې سیمې اوسیدونکي وایي ممکن اور د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته ځاني زیان هم اړولی وي.